Thursday, 12 May 2016


د خدرخیلو قوم د یووالي سرتاسري شورا په کال 1395 لمریز کې تاسیس شوه.خدرخیل قوم د افغانستان او کوزې پښتونخوا په کچه یو ستر قوم دی چې لاندې 15 فرعي قومه لري
. کبیرګل
2. احمدخیل
3. امیرخان ګل
4. چهټان
5. ګوربزخیل(بوزه خیل)
6. مدوخیل
7. شبه خیل
8. واصل خیل
9. چوره خیل
10. اخونزاده خیل
11. شاګیان
12. بیان خیل
13. عثمان خیل
14. غونډا خیل
15. سیدخیل
د خدرخیلو قوم د یووالي د سرتاسري شورا د جوړښت عمده اهداف عبارت دي له:
د خدرخیلو قوم د یووالي سرتاسري شورا یواځینی هدف د قوم فلاح، یووالی او بهبود دی.دا شورا کاملاَ یو غیرسیاسي، ناپییلی، بې طرفه او ټولنیز حرکت دی چې لله او فی الله په سپیڅلې اراده پیل شوي. هر خدرخیل کولای شي په دې شورا کې غړیتوب ترلاسه کړي او د شورا په غښتلتوب کې په ګډه له یو بل سره کار وکړي.د شورا د جوړولو اساسي موخې دا دي
1. خدرخیل قوم یو ستر، ویاړلی او تاریخي قوم ده چې په کې جید او ستر عالمان، ډاکټران، انجینران، زراعتپوهان، اقتصادپوهان، استاذان او نورو شتون لري خو له بده مرغه چې د شورا غوندې د اساسي مرکز د نه شتون لوجې د یو بل سره ناپيژانده پاتې شوي دي.ددې مرکز په برکت سره به زمونږه د قوم مختلف قشرونه یو بل سره به وپیژني او همدا شان یو بل سره به تل اړیکه کې وي.
2. خدرخیل محصلین پوهنتونو ته په راتګ کې زیاتې ستونزې ګوري چې د لیلی په شمول د نابلدتیا ستونزه هم وي.شورا به دوی لپاره ځانګړي سهولتونه په نظر کي نیسي او تر خپله وسه به یې ستونزې حلوي
3. هغه محلصین او زده کړیالان چې د پوهنتونو څخه فارغ شي نو په کار پیدا کولو کې ورته ستونزه وي، شورا به ددوی لپاره د کار په پیدا کولو کې حتی الامکان کوشش کوي.
4. هغه دیني علما چې د مدارسو څخه فارغ شوي دي د اسنادو په ارزیابئ کې ستونزو سره مخ کيږي ، شورا به دوی سره هم حتی الامکان مرسته کوي.
5. زمونږ بهرني میشت خدرخیل ورونه چې پاسپورټونو په جوړښت، او په افغاني کولو کې له ستونزه سره مخ کیږي، شورا به ددوی ستونزې د خپلو امکاناتو له لارې حلوي.
6. په قوم کې چې کومې ستونزې یا خدانخواسته کشالې رامنځته کیږي شورا به د علما سره په ګډه د هغوی د حل لپاره هلې ځلې کوي.
7. زمونږ په قوم کې فقر او بیکارئ او تعلیم برخو کې زیاتې ستونزې موجودې دي چې د حلولو لپاره یې باید یو اساسي مرکز شتون ولري
8. زمونږه هغه خدرخیل ورونه چې افغانستان ته بیرته راستنیدو کې ستونزو سره مخ کیږي ورسره به شورا د خپله اړخه لازمه همکاري کوي.
9. شورا به د خپلو فعالیتونو راپورو ټولو خدرخیلو ته په لیکلي او شفاهي توګه دواړو طریقو سره ورکوي.
10. د افغانستان په کچه چې هر خدرخیل کومه قانوني ستونزه ولري د شورا سره د تماس په صورت کې به ورسره ممکنه همکاري کیږي